د افغانستان او امريکا ترمنځ د وروستنی ګډه اعلاميی بشپړمتن
سلام خان. سلام خان.

 

د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ مياشتې له ۸ مې څخه تر ۱۱ مې پورې، د ولسمشر اوباما په بلنه ولسمشر کرزي او له هغه سره مل پلاوي له واشنګټن څخه ليدنه وکړه ، دتیری جمعی په ورځ ولسمشر کرزي او د امريکې ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې يوه ګډ خبري کنفرانس ته وويل چې راتلونکی سپرلی به افغان وسله وال ځواکونه ټول امنيتي مسووليتونه پر غاړه واخلي او د ناټو جګړه ييز رول به  نور پايته ورسېږي. د پخواني پلان له مخې دغه مسووليتونه  بايد راتلونکی اوړی افغان ځواکونو ته سپارل شوی وای. ولسمشر کرزي دا  هم وويل، چې دی به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځواکونو لپاره د قانوني مصؤنيت لپاره هڅې وکړي او په دې اړه به په افغانستان  کې استدلال وکړي. بارک اوباما هم وويل، چې امريکايي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي او له قانوني مصؤنيت څخه به برخمن وي. نوموړي د پاتې کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه څه ونه ويل خو دا يې زياته کړه، چې د يادو ځواکونو دنده به دا وي چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي او د القاعده ترهګر له  منځه يوسي. دواړو ولسمشرانو په قطر کې د طالبانو د فتر هرکلی وکړ او له طالبانو سره يې د مستقيمو خبرو ملاتړ  وکړ.امريکې ته د ولسمشر کرزي سفر د دواړو ملتونو لپاره په يوه مهمه زماني مقطع کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه د خپلواکو ملتونو په توګه د يو با ثبات مشارکت په جوړولو چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او ګډ امنيت په اصل ولاړ دی، کار کوي ،د دجمعی د ورځې په غونډه کې، دواړوولسمشرانو د يو با امنه، با ثباته او سوکاله افغانستان لپاره په خپل ګډ ليد خبرې اترې وکړې او د افغانستان او امريکې ترمنځ په دوامداره ستراتيژيک تړون يې چې د ۲۰۱۲ کال په مې مياشت کې لاسليک شو، بيا ټينګار وکړ ،ددواړمشرانو خبری اتری دافغانستان او امریکی  په ګټو او لرلید باندی متمر کزی ولسمشرانو په افغانستان کې د امنيت او اقتصاد د انتقال پر روان بهير، د ټاکنو په چمتووالي، د سيمې په کچه د ګواښونو پر له منځه وړلو او د فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې او د امريکې او افغانستان په ګډو ژمنو لکه، همیشنی سوله، امنيت، پخلاينه او سيمه ييزه همکاري؛ د افغانستان د ډيموکراتيکو تاسيساتو پياوړتيا او د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي او ټولنيزه پراختيا باندی ټینګار وکړ ،د امريکا او افغانستان د ولسمشرانو ترمنځ په واشنګټن کې تر رسمي خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو له خوا په لاندی ډول ګډه اعلاميه خپره شوه

 ۱: د امنيت لېږد

د دواړو خواو د غونډې په لړ کې، ولسمشرانو د افغانستان په امنيتي چاپېريال کې د وروستيو اصلاحاتو ستاينه وکړه. دواړو مشرانو د افغانستان د امنيتي ځواکونو له خوا د دغه هېواد د امنيتي چارو د مسووليت په لاس کې نيولو ستاينه وکړه او د افغانستان د ملي امنيت د ځواکونو د پام وړ پرمختګ هرکلی يې وکړ ،افغان ځواکونو د ۲۰۱۲ کال په لړ کې د ډېر شمېر عملياتونو مسووليت پر غاړه درلود چې اوس مهال شاوخوا د ۸۰ سلنې عملياتو مسووليت د افغان امنيتي ځواکونو پر غاړه دی ،په فبرورۍ میاشت کې د انتقال د څلورم پړاو له ترسره کېدنې سره سم، د افغانستان ملي امنيت ځواکونه به د هېواد د ۹۰ سلنې امنيت مسووليت پر غاړه لري.

د افغانستان له ټاکل شوو لومړيتوبونو سره سم، د دواړو هېوادونو مشرانو د شيکاګو په غونډه کې ژمنه وکړه، ترڅو د ۲۰۱۳ کال په نيمايي کې هغه مرحله تاييد کړي چې په کې به د آيساف ماموريت له جګړې څخه ملاتړ ته بدلون مومي ،ولسمشر اوباما له ولسشمر کرزي څخه په را روان پسرلي کې د دې مرحلې د تاييد ستاينه وکړه چې افغان امنيتي ځواکونه به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هغه مهال د عملياتو مسووليت پر غاړه اخلي چې د ايساف ونډه به د سلاکار ونډې ته بدلون مومي،دا مرحله به د امنيت د انتقال له پنځمې مرحلې سره سمون لري چې تطبيق به يې په اوړي کې د افغانستان او ناټو له وروستۍ منظورۍ سره سم ترسره کېږي ،د دې مرحلې په لړ کې به ډېر شمېر امريکايي جنګي عمليات پای ته رسېږي او د امريکې پوځ به خپل ګرځنده قطعات دافغانستان له کليو څخه راوباسي ،دواړو ولسمشرانو په دغه ټکي ټينګار وکړ چې د افغان امنيتي ځواکونو له د امنيت د ټينګښت، د افغان امنيتي ځواکونو د کيفيت د ښه والي او د اړينو وسايلو او تجهيزاتو د برابرولو د مسووليت پر غاړه اخيستلو سره، يو مهم لومړيتوب سرته رسېږي ،افغان حکومت ته د بنديانو د اداره کولو د مسووليت د انتقال په برخه کې او په ۲۰۱۲ کال کې د پام وړ پرمختګ ته په پام سره، دواړو ولسمشرانو ژمنه وکړه چې افغان بنديان به د افغانستان د حکومت تر څارنې او کنټرول لاندې راوستل کېږي، او ډاډ به ترلاسه کېږي چې خطرناک جنګيالي د جګړې له ميدان څخه لرې وساتل شي. ولسمشر اوباما ټينګار وکړ چې د امريکې متحده ايالتونه به د افغانستان توقيف سيسټم ته په دوامداره توګه مرسته برابروي. دواړو ولسمشرانو دغه راز له بنديانو سره د انساني او مشروع چلند په تامينولو کې په خپلو دوه پلويزو ژمنو ټينګار وکړ او خپل قصد يې دغه راز د افغان، امريکايي او ايتلاف ځواکونو لپاره د امنيتي تدبيرونو په ترسره کولو کې، بيان کړ.

  ۲-: اقتصادي لېږد لړۍ

د دواړو هېوادونو مشرانو په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې د پام وړ پراختيايي لاس ته راوړنو په اړه خبرې وکړې او دغه راز يې په ۲۰۱۴ کال او له هغې وروسته لسيزه کې د باثباته اقتصادي پرمختګ، اقتصادي بسياينې او دوامداره پرمختګ پر اړتيا ټينګار وکړ ،د افغانستان د اقتصاد تګلاره د هېواد پر بشري سرمايې باندې په پانګې اچونې تمرکز کوي ترڅو د هېواد د تاسيساتو مشري وکړي او د يو پراخ اقتصادي پرمختګ او پانګونې لپاره يو مساعد چاپېريال رامنځته کړي او خصوصي سکټور، خصوصي تشبثات او د هېواد د سوکالۍ لپاره طبيعي شتمني پياوړې کړي ،په دې برخه کې دواړو ولسمشرانو په بن، شيکاګو او توکيو کې په شوو ژمنو بيا ټينګار وکړ چې په کې د توکيو د دوه اړخيزه حساب ورکولو چوکاټ په فضا کې اوږدمهالې اقتصادي او امنيتي مرستې شامليږي ،ولسشمر کرزي په خپل هغه نظر ټينګار وکړ چې د نړيوالې ټولنې مرستې بايد اغېزمنې، ګټه ورې او باثباته وي او د يوې باثباته، ديموکراتيکې ټولنې د جوړېدلو لپاره چې د قانون د واکمنۍ په اصل ولاړ، د افغانستان د ټولو اتباعو او د ښځو حقونو ته درناوى وکړي، د يو اغېزمن او خپلواک قضايي سيسټم په جوړېدلو، په ټولنيزو چارو کې پرمختګ او د فساد پر وړاندې د ګډو هلو ځلو په برخه کې وکارول شي چې په دې برخو کې يې د افغانانو د ژمنو په اهميت ټينګار وکړ ،ولسشمر اوباما د افغانستان د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا او په افغانستان کې د اصلاحاتو د ملاتړ له لارې افغانستان ته د مرستو پر ژمنې ټينګار وکړ چې له لارې يې با ثباته پرمختګ او پر ځان بسياينې تامينيږي ،ولسشمر اوباما د توکيو د کنفرانس پر پايلو ټينګار وکړ او دا يې هم ياده کړه چې امريکا به د افغانستان د لومړيتوبونو لپاره ۸۰ سلنه مرستې برابروي چې له دې برخې څخه به ۵۰ سلنه پراختيايي مرستې د افغانستان د حکومت د ملي بوديجې له لارې لګول کېږي.

۳- : د ۲۰۱۴ کال ټاکنې

د ولسمشرانو د غونډې په ترڅ کې ولسمشر کرزي په ۲۰۱۴ کال کې د آزادو، عادلانه او ديموکراتيکو ټاکنو په ترسره کېدنه کې د افغانستان د حکومت طرحه وړاندې کړه ،دواړو مشرانو د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو لپاره چمتووالي ته په اشارې پرېکړه یې وکړه، چې خپلواک افغان بنسټونه بايد د ټاکنو د تيارۍ او د ټاکنو د ترسره کېدنې چارې، له مشروع موسساتو او همکارانو سره په تفاهم کې ترسره کړي ،ولسشمر اوباما د ۲۰۱۴ کال د اپرېل په ۵ مه نېټه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدنې هرکلی وکړ او ټينګار يې وکړ چې د امريکې د متحده ايالتونو رول په دغو ټاکنو کې له هېڅ يو ځانګړي نوماند څخه ملاتړ نه بلکې د عادلانه او رڼو ټاکنو له ترسره کېدنې ملاتړ بلل کېږي.

۴: سوله او پخلاينه

دواړو ولسمشرانو ټينګار وکړ چې د افغانانو په مشرۍ سوله او پخلاينه د تاوتريخوالي د ختمولو او په افغانستان او سيمه کې د باثباته سولې د ټينګښت تر ټولو غوره لاره ده ،په داسې حال کې چې د سولې او پخلاينې پرمختګ ته يې اشاره کوله، دواړو ولسمشرانو د هلو ځلو په ګړنديتوب ټينګار وکړ او د سولې د ټينګښت په پروسه کې يې د سيمې د هېوادونو رول او ونډه مهمه وبلله ،د سولې د عالي شورا له لارې، د افغانستان حکومت به د سولې د پروسې په ګړنديتوب کې خپلې هلې ځلې لا پسې زياتې کړي ،دواړو مشرانو دا هم ياده کړه چې د سولې د عالي شورا او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو لپاره به د قطر په دوهه ښار کې د يو دفتر د جوړيدنې ملاتړ کوي ،دواړو ولسشمرانو پر وسلوالو مخالفينو غږ وکړ ترڅو په سياسي پروسه کې برخه واخلي او د طالبانو لپاره د دفتر په جوړېدلو کې لازم ګامونه پورته کړي ،دواړو خواو د قطر له حکومت څخه وغوښتل ترڅو د دې طرحې په عملي کولو کې مرسته وکړي. دواړو ولسشمرانو ټينګار وکړ چې د سولې او پخلاينې د پروسې پايلې بايد په هېواد کې د تېرې يوې لسيزې په لړ کې تاريخي ترلاسه شوو لاس ته راوړنو او برياليتوبونو سره سمون ولري او د افغانستان د خلکو، نارينه او ښځو هغو حقونو ته درناوی وکړي چې د هېواد په اساسي قانون کې صراحت لري ،د هرې پروسې د پايلو د يوې برخې په توګه، طالبان او نورې وسله والې ډلې بايد تاوتريخوالي ته د پای ټکی کېږدي، له القاعدې سره اړيکې بندې کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

سيمه ييز چاپېريال - 5

ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي ثبات او سوکالۍ په لور د افغانستان په پرمختګ کې د سيمې د هېوادونو د رول پر اهميت ټينګار وکړ ،په دې اړوند ولسشمر اوباما د سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا په برخه کې، د يوې با ثباته سيمې چې له استبداد او افراط څخه پاکه او له پراخ اقتصادي مشارکت څخه برخمنه وي، د افغانستان له هلو ځلو ملاتړ کوي ،دواړو مشرانو د اسيا په زړه کې د سوداګرۍ او اقتصادي فعاليتونو په برخه کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. مشرانو دغه راز ټينګار وکړ چې د افغانستان او امريکې د ستراتيژيک تړون موخې له ګاونډيو هېوادونو او سيمه ييزو همکارانو سره د قوي اړيکو د ټينګولو په برخه کې د افغانستان له ليد سره سمون لري.

 ۶ :-وه اړخيزه امنيتي هوکړه

په داسې حال کې چې موږ د افغانستان او امريکې ترمنځ ستراتيژيک تړون پياوړی کوو، دواړه هېوادونه تمه لري ترڅو د افغانستان او امريکې د دوه اړخيز کمېسيون تر نظر لاندې تر ۲۰۱۴ کال او وروسته له هغه، خپلې همکارۍ پراخې کړي. ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي ژمنه وکړه چې دوه اړخيزه امنيتي هوکړه په ژر تر ژره سرته رسوي، او ټينګار يې وکړ چې دا ډول هوکړې د دواړو هېوادونو په ګته ده ،دواړو خواو له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د امريکې په پايداره حضور خبرې وکړې، هغه حضور چې د افغان ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او تل په القاعده او له دې ډلې سره په تړلو نورو ډلو فشار راوړي ،له ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکې د ممکنه حضور حدود او ماهيت، امريکايي سرتېرو ته حقوقي معافيت او د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي همکارۍ به په دوه اړخيزې امنيتي هوکړې کې مشخص شي،دامریکی ولسمشر ټینګار وکړ چی په افغانستان کی ددایمی اډو غو ښتونکی نه دی ،ولسمشر اوباما د افغانستان د خپلواکۍ پر وړاندې د امريکې د حکومت په درناوي ټينګار وکړ او دا يې هم ياده کړه، کله چې افغانستان د امنيت او پراختيا په برخه کې بشپړ مسووليت پر غاړه اخلي، د امريکې متحده ايالتونه به د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي ،دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ، سولې او خپلواکۍ په ټينګښت کې د افغانستان، امريکې او نړيوالو متحدينو د قربانيو ستاينه وکړه .پای


January 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها